د سرپرست حکومت ویاند ویلي، چې د هرات په زلزله ځپلو سیمو کې د ۲۱۴۶ کورونو جوړېدو کار پیل شوې. د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دا کورونه به معیاري او د ښارګوټي په بڼه د تلې د ۱۵مې زلزله ځپلو لپاره د هرات د زنده جان ولسوالۍ په سیاه آب سیمه کې جوړیږي. ویل کیږي، چې د ژمي له رارسیدو وړاندې به دا ښارګوټی بشپړ او هرات د وروستۍ زلزلې اړمنو خلکو ته ووېشل شي.








