د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست، د افغانستان لپاره د یونیسف د روغتیا برخې له مشرې فوزیې شفیق سره کتلي دي. د یادې ادارې د رسنیز دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ویلي، که چیرې غواړی، چې په افغانستان کې په واقعي ډول د ناروغیو مخه ونیول شي او افغانان له بیروني احتیاج څخه خلاص شي؛ باید د خوړو او درملو ملي ادارې چې یوه غیر سیاسي اداره ده؛ هر اړخیز ملاتړ یې وشي. دغه راز د یونېسف مؤسسې د روغتیا برخې مشرې، د خوړو او درملو ملي ادارې د رهبرۍ فعالیتونه ستایلي او ویلي یې دي، چې موږ په افغانستان کې په هر ډول شرایطو پاتې کېږو او د دې ادارې هر اړخیزې همکارۍ ته چمتو یو.








