د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې پرون ماښام مهال دوه کسان په ډزو وژل شوي دي. د دغه هېواد لومړي وزیر وروسته تایید کړه چې قربانیان سویډني وګړي دي. د بریدګر په اړه ویل شوي چې د پېښې له ځایه تښتېدلی او لټون یې روان دی. په بروکسل کې چارواکو د ترهګرۍ له اړخه له ټولو د لوړې کچې خطر اعلان کړی دی. د بلجیم فدرال څارنوال ویلي، په ډزو کې یو کس ټپي شوی هم دی. برید داسې مهال شوی چې په بروکسل کې د بلجیم او سویډن ترمنځ د فوټبال لوبه روانه وه.








