د اوکراین د پوځ د لوی درستیز دفتر ویلي روسي پوځیانو پرون هم پر اوکراین ۸۷ هوایي او لس توغندیز بریدونه کړي دي. اوکرایني چارواکو ویلي، چې دغه بریدونه د سر او مال زیانونه هم لري، خو کره ارقام یې نه دي وړاندې کړي. په همدې حال کې د اوکراین په جنوب او ختیځ کې اوکرایني پوځیان د خپل هېواد دفاع ته دوام ورکوي. اوکرایني چارواکو ویلي چې پوځیانو یې د روسیې ګڼ شمېر بریدونه شنډ کړي هم دي. پر اوکراین د روسیې د برید شپږ سوه ورځې داسې مهال پوره شوې چې لا هم د دغې جګړې د پای ته رسېدو ، چې د لویدیځ او مسکو اړیکې یې کړکېچنې کړي، کوم ښکاره څرک نه ښکاري.








