د ریاستالوزرا اداري مرستیال سپېدار ماڼۍ کې د اقلیم د بدلون نړیوالې اونۍ په نمانځغونډه کې وویل، چې د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو له لوري د باروتو کارولو د افغانستان اقلیم سخت زیانمن کړی دی. نوموړي وویل، وايي، سرپرست حکومت د ګلخانه یې ګازونو د له منځه وړلو او د چاپېریال د تودوخې د کمولو ملاتړی دی او د چاپېریال د ښه والي لپاره له هر اقدام څخه ملاتړ کوي. غونډې ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر وویل، چې اوس مهال د ځمکې د تودوخې زیاتوالی او د اقلیم بدلون یو ګډ اقدام ته اړتیا لري، تر څو سیمه او ټولنه د دې ګواښ څخه وژغورل شي.








