د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د جاپان له سفیر تاکاشي اوکادا سره په لیدنه کې، د افغانستان او جاپان د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د اوکادا د هڅو ستاینه کړې ده. د حامد کرزي پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې په دې لیدنه کې په کابل کې د جاپان نوي سفیر تاکایوشي کورمایا هم حضور درلود. د هېواد پخواني ولسمشر هېواد کې د ښوونې او روزنې اړتیا ته په کتو سره، نجونو او هلکانو ته د زدهکړو د زمینې د برابرېدو غوښتنه کړې ده.








