د هرات له خونړۍ زلزلې دوه ورځې وروسته چین پرون اعلان وکړ، چې سرپرست حکومت ته یې د هرات د زلزلې له قربانیانو سره د بشري مرستو په توګه دوه سوه زره ډالره ورکړي دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. په کابل کې د چین سفارت پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې دغه مرستې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت او د سرې میاشتې ادارې ته په نغدي ډول ورکړل شوې دي. دغه پيسې د چين د سرې مياشتې ادارې له زلزله ځپلو سره مرسته کړې ده. په ورته وخت کې جرمني اعلان وکړ، چې پنځه میلیونه یورو یې په افغانستان کې نړۍوالو موسسو ته ورکړي چې په هرات کې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي. ملګرو ملتونو هم ورته اندازه پیسې ځانګړې کړې دي.








