د بریټانیا د پارلمان د بهرنیو چارو، ګډو ګټو او پراختیا دفتر په یوه خبرپاڼه کې، د سرپرست حکومت له لوري د څلورو بریټانیوي اتباعو د ازادولو هرکلی کړی دی. یاد دفتر په دغه خبرپاڼه کې، د افغانستان له سرپرست حکومت څخه د نېول شویو بریټانیوي وګړو کورنیو په استازیتوب بښنه غوښتې چې وګړو یې په افغانستان کې قانون ماتونه کړې ده. په خبرپاڼه کې له برېټانیوي وګړو غوښتل شوي چې نورو هېوادونو ته د سفر پرمهال د هغوی قوانینو ته درناوی وکړي.








