په هرات کې د زلزله ځپلو لپاره د سرپرست حکومت د مرستې رسونې کمېسیون وايي، لا هم په هرات کې تر خاورو لاندې ګڼ مړي پراته دي. د دې کمېسیون غړی او ویاند احمدالله متقي وايي، د مړه شویو کسانو کره شمېره لا هم نه مالومېږي ځکه چې اوس هم ګڼ شمېر قربانیان تر کنډوالو لاندې دي او د را ایستلو چارې یې روانې دي. د نوموړي په وینا، یوازې پرون د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال په شتون کې د شاوخوا ۳۰۰ کسانو مړي خاورو ته سپارل شوي دي. بلخوا طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، چې د زلزلې له امله د مړو او ټپيانو شمېر څه باندې ۴ زره تنو ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې په دغه زلزله کې ۱۳۰۰ کورونه په بشپړ ډول وېجاړ شوي دي.








