د سرپرست حکومت د مشرتابه د لارښوونې پر اساس د رییس الوزرا په مشرۍ د يو شمېر وزارتونو له وزيرانو سره په غونډه کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره کمېسون جوړ شوی. یاد کمېسون د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته پر وخت د رسېدنې او د اړونده ادارو د چارو د ښه تنظيم په موخه فعالیت کوي. د یاد کمېسیون د فعالیتونو د انسجام او شفافیت په موخه د ریاست الوزراء د اداري مرستيال په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده وسپارل شوې، تر څو ياد کمېسيون ته په بېړنۍ توګه طرز العمل جوړ کړي، چې له مخې یې د اړونده ادارو چارې په ښه توګه تنظيم او ترمنځ يې لا زیاته همکارۍ او همغږۍ رامنځته شي. هېواد ته د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو موضوع وروسته له هغه ګرمه شوه، چې د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چې له دغه هېواده به ټول غیرقانوني کډوال وباسي.








