د بدخشان د واخان ولسوالۍ د پامير اوسېدونکو ته لومړنی روغتيايي مرکز پرانیستل شو. د بدخشان ولایتي چارواکي وايي، چې ياد روغتيايي مرکز د مسلکي روغتیايي پرسونل په درلودو سره به د پامير سيمه کې د مېشتو هيوادوالو لپاره روغتيايي خدمات وړاندې کوي. د سيمې خلکو او مخورو په خپلو خبرو کې د عامې روغتيا وزارت له رهبرۍ او سرپرست حکومت څخه مننه کړې چې تر ډېره يې اوس حقوقو ته رسېدنه کېږي. د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستیال محمد اسحق صاحبزاده د ياد روغتيايي مرکز د پرانیستې پر مهال ویلي، چې سرپرست حکومت د هېواد ټولو وګړو ته د خپلو حقوقو ورکولو او روغتيايي خدماتو وړاندې کولو لپاره ژمن دی. نوموړي ویلي، چې په نږدې وختونو کې به په همدې روغتیايي مرکز کې د جراحۍ او نورو برخو کې روغتيايي کار کوونکي هم په دنده وګوماري تر څو وکولی شي د پاميریانو ستونزې حل کړي.








