د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې که تر ټاکلې نېټې بې قانونه کډوال له دغه هېواد ونه وځي د جایداد او کاروبار پرضد به یې هم ګامونه پورته شي. د پاکستان د کورنیو چارو وزارت تېره سې شنبه په دغه هېواد کې بې قانونه کډوالو ته د اکتوبر تر وروستۍ نېټې د وتلو لپاره وخت ور کړی دی. د پاکستان حکومت وايي، په دغه هېواد کې ۴.۴ میلیونه افغان کډوال اوسېږي چې ۱.۷ میلیونه یې بې قانونه دي. د پاکستان دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د نېشنل پلان اېپکس کمېټې یا د ملي اقدام پلان په ستره کمېټه کې پرېکړه شوې، چې که تر ټاکلې نېټې بې قانونه کډوال ونه وځي، د کاروبار او جایداد پرضد به یې هم ګام پورته شي. د سرپرست لومړي وزیر انوارالحق کاکړ په مشرۍ د دې کمېټې غونډه کې د پاکستان د پوځ لوی درستیز حافظ عاصم منیر هم ګډون درلود. په پاکستان کې له کډوالو سره د امنیتي ځواکونو د ناوړه چلن زیاتېدو او د وروستي خبرداري له امله افغانستان ته د مهاجرو د ستنېدو لړۍ هم زیاته شوې ده. هممهاله ځینې پاکستانۍ رسنۍ وايي، په دغه هېواد کې افغان کډوالو د خپلو جایدادونو پلورلو ته مخه کړې ده.








