د پاکستان حکومت اعلان کړی، چې له دغه هېواده به ۱.۱ میلیونه غیر قانوني کډوال وباسي. د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې پرېکړه لیک کې هغه افغانان چې د استوګنې کارتونه لري هم شامل دي. د دې اژانس او پاکستاني ورځپاڼو په حواله؛ د شړلو پلان به په درېیو پړاوونو کې عملي شي. په لومړي پړاو کې به ټول ناقانونه کډوال له اسنادو پرته او په راتلونکو پړاوونو کې به هغه افغان کډوال چې د اوسېدو کارتونه لري له دغه هېواده وایستل شي. اسوشیټیډ پرېس لیکي، چې پاکستان شاوخوا ۷۰۰ زره افغان کډوالو ته د اوسېدو کارتونه نه دي نوي کړي. د پاکستان حکومت پرېکړه کړې، چې د ۲۰۲۳ کال د نومبر له لومړۍ نېټې به له افغانستان سره د ټولو سرحدي پولو لپاره د واحد سند سیستم پلی کړي.








