د نورستان د پوهنې ریاست مسوولین په دغه ولایت کې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸ ښوونځیو د ودانیو د بیارغولو د چارو له پیل خبر ورکوي. د یاد ولایت د پوهنې رییس تاج محمد مطمئن وايي، چې د مرکز په ګډون د یو شمېر ولسوالیو د ۸ ښوونځیو د ودانیو د بیا رغونې چارې د یونیسف په مالي ملاتړ د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت پيل شوې دي. د یادونې وړ ده، چې پرون په فراه ولایت کې هم د یونیسف سازمان له لوري د ۸ ښوونځيو د ودانیو د بیا رغولو چارې بشپړې شوې وې.








