د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي، چې د یاد ولایت د ضحاک لرغوني ښار د بیا رغولو چارې د یونسکو سازمان په مالي ملاتړ پیل شوې دي. د بامیانو د اطلاعاتو او کلتور رییس صفي الله راید وايي، چې د یاد ولایت د ضحاک تاریخي سیمې د ساتلو او ټينګښټ په موخه د یونسکو سازمان په مالي ملاتړ د ګلوریا شرکت له لوري د دغه لرغونې سیمې د بیارغولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، هڅه کوي هغه موسسې چې د لرغونو آثارو د ساتنې په برخه کې فعالیت کوي دې ته وهڅوي چې د یاد ولایت د تاریخي آثارو د بیا رغونې او پیاوړتیا لپاره کار وکړي.








