پاکستاني پولیسو د اسلام اباد په څنډو کې د عملیاتو پر مهال ۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي. پاکستاني رسنیو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ادارې له قوله ویلي، چې ۴۰۰ هغه کسان چې د اوسېدو کارتونه یې درلودل، خوشې شوي او ۳۷۵ نور به له دې امله واېستل شي، چې اسناد نه لري. پاکستاني رسنیو ویلي، چې دغه عملیات د بهارا کهو، ترنول، مهرابادیان، ګلره او شمس کالونۍ په سیمو کې شوي دي. تر دې مخکې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی و چې د دغه هېواد کابینې د یو نیم میلیون کډوالو د ایستلو پلان تصویب کړی چې د اوسېدو اجازه نه لري. د دغه پلان تصویب په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو په منځ کې پراخې اندېښنې راپارولې دي.








