د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د مسکو فارمټ د غونډې ګډه اعلامیه خپره کړې، چې په کې په افغانستان کې د ټولو قومونو د استازو په ګډون د یو ټولشموله حکومت په جوړیدو، د ښځو حقونو په تامین او د تروریزم سره د مبارزي په پیاوړي کېدو ټینګار شوی دی. د افغانستان د وضعیت د ارزولو لپاره د مسکو فارمټ د مشورتي غونډو په لړ کې د جمعې په ورځ د روسیې د فدراسیون د تاتارستان جمهوریت د کازان په ښار کې پنځمه غونډه د روسيې، هند، ايران، قزاقستان، قرغیزستان، چين، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان، اوزبیکستان او د افغانستان د سرپرست حکومت د یوپلاوي په ګډون جوړه شوه. په ګډه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د واقعي ټولشموله حکومت د جوړیدو په برخه کې، چې په افغانستان کې د ټولو میشتو قومونو او سیاسي ډلو ګټې په کې منعکس شي تراوسه هیڅ ډول پرمختګ نه دی شوی. د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ګډې اعلامیې د خپرېدو دمخه د مسکو فارمټ غونډې ته وویل، چې علمي او عملي تجربو ښودلې ده چې د افغانستان د بحران اصلي ريښه د کورنیو مسئلو په اړه د خارجي نسخو، ماډلونو او فرمایشونو تطبیق وو چې د دغه هیواد جغرافیه، تاریخ، فرهنګ، دیني او ټولنیز ارزښتونه په کې له پامه غورځول شوي وو.








