هندي رسنۍ وايي، په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت د تړلو له اعلان وروسته د هند په ممبۍ او حیدراباد کې د افغانستان کونسلګریو ویلي چې خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکړي. د “هندو” ورځپاڼې په ګډون د ګڼو رسنیو په حواله، په ممبۍ کې د افغانستان جنرال کونسلې ذکیې وردګ هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې په هند کې به د افغانستان ټول ډیپلوماټیک ماموریتونه وتړل شي. په ورته وخت کې د «وایر» په نوم یوې بلې هندي رسنۍ په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفیر فرید ماموندزي له خولې ویلي، چې د سفارت ټول کارونه به نن ودرول شي. تر دې مخکې په نوي ډیلي کې د افغانستان سفارت یوې سرچینې رسنیو ته د یوه مکتوب د کاپي په استولو سره تایید کړې وه، چې د دغه ډیپلوماټیک ځای د ځنډولو پرېکړه د هند د بهرنیو چارو له وزارت سره شریکه شوې ده.








