د عامې روغتیا وزارت ویلي چې په هېواد کې په خوارځواکۍ د اخته میندو او ماشومانو شمېر د تېرو کلونو پرتله زیات شوی دی. د عامې روغتیا وزارت د تغذیې برخې رییس وایي، چې د روان لمریز کال له پیله راهیسې په ټول هېواد کې پر خوارځواکۍ اخته څه باندې ۸۹۶ زره ماشومانو او څه باندې ۴۴۴ زره شیدې ورکوونکو او امینداورو میندو روغتیایي مرکزونو ته مراجعه کړې ده. یو شمېر کورنۍ وایي، چې ماشومان یې د اقتصادي ستونزو او د سالمو خوړو د نه ورسېدو له امله پر خوارځواکۍ اخته شوي دي. د عامې روغتیا وزارت د تغذیې د څانګې د شمېرو له مخي، په ۱۴۰۱ لمریز کال کې په ټول هېواد کې یو مېلیون و ۹۶۳ زرو ۶۲۱ ماشومانو او ۸۴۵ زرو ۱۵۵ امیندوارو او شیدې ورکوونکو مېندو د خوار ځواکۍ د درملنې مرکزونو ته مراجعه کړې ده.








