د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا پرون د امنیت شورا په غونډې کې وویلي، چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره د نظر لوی اختلاف لا هم په خپل ځای دی او تعامل ورسره په ښه لوري روان نه دی. نوموړې ویلي چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره په غونډو کې د ښځو او نجونو د زده کړو، کار او ټولګډونه حکومت د جوړولو په ګډون د نظر په یو لړ اختلافاتو يې خبرې کړې دي. اوتونبایوا ویلي، چې د سرپرست حکومت له چارواکو سره د تعامل د مثبتې لارې د نشتوالي په اړه ډېره اندېښنه لري او که دا همداسې ورو روان وي، نه به د نړیوالې ټولنې اندېښنو ته او نه به هم د افغانانو ضرورتونو ته ځواب وویل شي. نوموړې ویلي چې په عامه ژوند او تعلیمي برخو کې د ښځو د منزوي کولو په اړه د سرپرست حکومت د څه باندې ۵۰ فرمانونو په خپرولو سره له سرپرست حکومت سره د یوناما د تعامل تګلاره کمزورې شوې. نوموړې ویلي، چې د سرپرست حکومت چارواکو سره خبرې د هغوی د رسمیت پېژندلو په مانا او ورسره تعامل د هغوی د تګلارې د منلو په مانا نه دي، بلکې د دغو تګلارو د بدلولو یوه هڅه ده. هغې د سرپرست حکومت چارواکو سره د تعامل لپاره د یوې بلې ارزول شوې تګلارې غوښتنه وکړه. هغې ټېنګار وکړ چې له سرپرست حکومت سره د خبرو دروازې باید ونه تړل شي.








