د کابل – جلال اباد لویې لارې مسافر او موټر چلوونکي وايي د دغې لارې تړلي پاتې کېدو له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي. یوه اونۍ کېږي چې دغه لار د ماهیپر سیمه کې د غره ښوېیدنې له امله تړل شوې ده. د موټرو د تګ راتګ لپاره یوه بله یوه فرعي لار پرانیستل شوې، خو اوس دغه فرعي لار هم د تېز رفتاره موټرو پر مخ تړل شوې؛ خو د باروړونکو موټر پر مخ خلاصه ده. موټر چلوونکي او مسافر وايي، چې د لته بند او کاپیسا پر لارو ورته تګ ډېر سخت دی او د ماهیپر بدیلې لارې اوږدې او ویجاړې دي. په ورته وخت کې د کابل والي وايي، د غره ښوېیدنې له کبله يې د تړل شوي سړک پر بېرته پرانیستلو کار پېل کړی او ډېر ژر به دغه سړک د ترافیکو پر مخ بېرته خلاص کړي. د ودانیز شرکت مسوول چې د دغه سړک د پاک کېدو او خلاصېدو چارې پر غاړه لري وايي، په دغه لاره يې کار پېل کړی او شونې ده چې د یوې میاشتې په اوږدو کې خلاصه شي.








