د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ویلي ځینو هېوادونو ته یې پلاوي استولي چې د پوهنتون استادان بېرته هېواد ته راوبولي. د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دغه خبرې د بلخ پوهنتون له استادانو او محصلینو سره په غونډه کې کړې او زياته کړې يې ده، سلګونه میلیونه افغانۍ د ښوونکو د ظرفیت لوړونې ته ځانګړې شوي دي. نوموړی وايي، له هېواده تللي ځینې استادان تکړه دي نو دوی غواړي چې هغوی بېرته هېواد ته راستانه شي. د لوړ زده کړو وزارت یو کال وړاندې هم له بهرته تللو استادانو وغوښتل چې هېواد ته راستانه شي، ځکه د راپورونو له مخې لږترلږه په کابل پوهنتون کې ځینې داسې څانګې شته چې له نیمايي ډېر ښوونکي یې له افغانستانه وتلي دي.








