د افغانستان، ازبکستان او متحده عربي امارتو ترمنځ درې اړخيزه ناسته، نن د کابل په نړيوال هوايي ډګر کې وشوه. په دې ناسته کې د افغانستان د کانونو د استخراج، د واټ ټرانسپورټ، ټرانزيټ، د اوسپنې پټلۍ پر پراختيا او د سويلې او منځنۍ آسيا د وصل په اړه خبرې شوې دي. دا په داسې حال کې ده، چې مياشت مخکې هم د ازبکستان يو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته راغلی و، د تورخم سربېره يې له ځينو نورو ټرانزيټي سيمو ليدنه کړې وه او په دې برخه کې په لا نورو ګډو همکاريو ټينګار شوی و.








