د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني په مشرۍ یو لوړ پوړی پاکستاني پلاوی د سرپرست حکومت له چارواکو سره د خبرو لپاره نن کابل ته راغلی دی.سرچینې وايي، چې ټاکل شوې دا پلاوی به کابل کې د خپل سفر پر مهال د سرپرست حکومت له لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان او پاکستان په حالاتو خبرې وکړي.








