د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د زیږون پر مهال د مور او ماشوم د مړینې کچه ډېره ټیټه شوې. ددې وزارت په خبره، چې سږ کال د هېواد په ټولو روغتیايي مرکزونو کې ۲۵۶ د مور او ماشوم د مړینې پېښې ثبت شوې دي، چې د تېرو کلونو په پرتله کموالی ښيي.








