د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا میلیونونو افغانانو ته د بشري مرستو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دوی نه شي کولی دا هېواد یوازې پریږدي. د خوړو نړیوال پروګرام پرون پر ټویټر پاڼه لیکلي چې د سخت ژمي په درشل کې د میلیونونو افغان کورنیو د ژغورلو لپاره یو میلیارد ډالرو ته اړتیا لري. د دغه سازمان په وینا ناامنیو، وچکالۍ او اقتصادي بحران افغانستان سخت زیانمن کړی دی. تر دې مخکې د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی و چې د بودجې د نشتوالي له امله یې په افغانستان کې له لسو میلیونو وګړو سره مرستې بندې کړي دي. ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې دا مهال څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.








