د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د ساري ناروغیو د خپریدو په اړه په یو تازه راپور کې ویلي، چې د روان ۲۰۲۳ کال له پیل څخه د سپټمبر د میاشتې تر نهمې پورې دغه سازمان د افغانستان په ۳۳۳ ولسیوالیو کې په مجموعي توګه د نس ناستي ۱۵۷ زره ۷۷۸ سختې پېښې ثبت کړي دي. د روغتیا نړیوال سازمان د تېرې اونۍ د راپور له مخې پر دغې ناروغۍ د پنځه کلنو ښکته عمر ۹۰۸۴۶ ماشومان او ۷۹۱۱۱ ښځې اخته شوي دي. ددې راپور له مخې تېره اونۍ ددغې ناروغۍ له امله شپږ ناروغان مړه شوي هم دي. د ډاکټرانو د وینا له مخې سخت نس ناستی کیدای شي په چټک ډول د بدن د اوبو کچه راټیټه کړي او خوارځواکۍ او حتی د ماشومانو د مړینې سبب وګرځي. په عین وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د شري په ناروغۍ د ۲۰۷۳۵ ماشومانو د اخته کیدو خبر هم ورکړی دی.








