د خصوصي بانکونو د ټولنې مسوولین وايي، چې د سیاسي تحول نه وروسته په هېواد کې بانکونه له ستونزو سره مخ ول، خو اوس مهال د هرې ورځې په تېرېدو سره ښه لور ته روان دي. مسوولین زیاتوي چې اوسمهال په افغانستان کې ۱۲ بانکونه فعالیت کوي، چې اووه یې خصوصي، درې یې دولتي او دوه نور یې د نړیوالو بانکونو استازولۍ دي او تر څنګ یې اوس د اسلامي کوچنیو پورونو د ورکړې په هدف یو بانک هم پرانیستل شوی دی. د دوی په خبره اوسمهال په ټول افغانستان کې د خصوصي بانکونو ۴۰۰ استازولۍ فعالې دي او خلکو ته خدمتونه وړاندې کوي. له دې سره بیا د افغانستان بانک وايي، چې دوی په ټول هېواد کې د بانکونو ملاتړ ته ژمن دي او په دې برخه کې منظم پلان شتون لري، چې پر بنسټ یې، هېواد کې بانکي نظام له سقوط څخه ژغورلی دی.








