امریکا یوځل بیا په افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه وکړه. د افغانستان لپاره د امریکا سفارت چې له قطر څخه فعالیت کوي، پرون د ډیموکراسۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت دا خبره وکړه چې په افغانستان کې باید حکومت د خلکو استازیتوب وکړي. د امریکا د سفارت په پیغام کې چې په خپله ایسکپاڼه کې یې خپور کړی راغلي چې د ټولشموله حکومت رامنځته کېدل د دې سبب کېږي چې د هر افغان غږ واورېدل شي. تر دې مخکې د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېرې کرین ډیکر ویلي وو چې افغان حکومت باید پراخ بنسټه او ټولشموله وي. ډیکر ویلي چې د افغانستان په حکومت کې د خلکو استازیتوب او تنوع په کې مهمه ده.








