د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ترکیې له سفیر جهاد ارګینای سره د مخه ښې لیدنه کړې ده. په دې لیدنه کې د ترکیې سفیر افغانستان کې د سفارتونو ټینګ شوی امنیت ستایلی او ویلي یې دي، چې هېواد یې په نږدې راتلونکي کې له افغانستان سره د مرسته کوونکو هېوادونو ترمنځ غونډه جوړوي. ارګینای زیاته کړې؛ ترکیه هڅه کوي چې د افغانستان او نړۍ ترمنځ تعامل زیات شي. په دې لیدنه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر د جهاد ارګینای ماموریت ستایلي او د دواړو هېوادونو د اړیکو په لا پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.








