د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال د کام ایر او نورو هوايي شرکتونو له مسولینو غوښتي، چې د افغانانو اقتصادي وضعیت ته په کتو د ټیکټونو بیې راټيټې کړي. نوموړی وايي چې تر بل هره وخته په افغانستان کې د خصوصي سکټور د ودې لپاره زمینه برابره ده او سرپرست حکومت له خصوصي سکټوره ملاتړ کوي. نوموړی له نړۍ په ځانګړې توګه له ګاونډیو هېوادونو غواړي چې د افغانستان په بیارغونه کې ونډه واخلي. بلخوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه له خوسته چین ته د جلغوزو د لېږد لپاره د هوايي الوتنو د پیل غوښتونکی دی. د ټرانسپورټ او هوايي چلند اداره وايي چې هڅه کوي په افغانستان کې د هوايي چلند چوپړتیاوې په نړۍوالو معیارونو برابرې کړي.








