د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې ددې وزارت سرپرست وزیر د اسلامي همکارۍ سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره ځانګړي استازي طارق علي بخيت سره په کتنه کې ويلي چې سرپرست حکومت له هېوادونو سره په فرهنګي، سياسي، اقتصادي او تعليمي ډګرونو کې د اړيکو پياوړتيا او د ګډو ګټو د تحقق او ګډو ننګونو ته د حل لارې موندلو په پار رغنده تعامل ته ځانګړی ارزښت ورکوي. په دې کتنه کې د اسلامي همکارۍ سازمان ځانګړي استازي ويلي چې له سرپرست حکومت سره پر مثبت تعامل باور لري او په بېلابېلو برخو کې به د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکړي.








