د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې ګڼ کسان د معیاري روغتیايي خدماتو ترلاسه کولو هڅه کوي. د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د دوی ټیمونو د روان ۲۰۲۳م کال له جنورۍ تر جولای میاشتې پورې له څه باندې درې لکه او ۲۵زره کسانو سره ابتداييه روغتیايي مرستې کړې دي. د دې ادارې په وینا، دغه ټیمونه توانېدلي، د افغانستان سرحدي سیمو ته هم ځانونه ورسوي، چې هلته ورتګ خورا ګران کار وي. د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې خلک له کلونو راهیسې شکایت کوي چې وړ روغتیايي خدمات نه وررسېږي او هغه خدمات هم چې دوی ته وړاندې کېږي، لنډمهاله وي.








