د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې د لوګر ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د ۸۵میلیونه افغانیو په لګښت د کرومایټ ډبرو د پروسس کارخونې جوړولو چارې پیل شوې.د چارواکو په خبره، چې دغه کارخونه به په یوه ساعت کې د ۵۰ ټنه کرومایټ ډبرو د پروسس ظرفیت ولري او دغه راز ۷۰۰ کسانو ته به د کار زمینه هم پکې برابره شي.








