د دفاع وزارت چارواکي وايي چې د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې د دغه وزارت د هوايي ځواکونو د قوماندانۍ انجنیرانو تر ۷۰ ډېرې چورلکې او الوتکې ترمیم کړي دي. د دغه وزارت د هوايي ځواکونو قومنداني زیاتوي، دوی په دې وروستیو کې یوه تخریب شوې روسي چورلکه ترمیم کړې او الوتنې ته يې چمتو کړې ده. بل خوا پوځي شنوونکي د دفاع وزارت له خوا د دغو چورلکو او الوتکو ترمیم د سرپرست حکومت د ځواکونو پیاوړتیا لپاره مهم بولي. دا په داسې حال کې ده، چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته د هېواد هوايي ځواک ډېر زیانمن شوی او د هېواد شاوخوا ۶۰ څرخکې او الوتکې ګاونډیو هېوادونو ته لېږدول شوې دي.








