د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلسن وایي، چې په بروکسل کې یې د متحده عربي اماراتو له سفیر محمد السهلاوي سره د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې. نیکلسن پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په دې کتنه کې، د ټولو افغانانو لپاره د زده کړې د زمینې د برابرولو، په حکومت کې د بېلابېلو کسانو د مشارکت او د افغانانو د اقتصاد په اړه بحث وشو. نیکلسن زیاته کړې، چې اروپایي ټولنه او متحد عربي امارات به په دې برخو کې د زمینو د برابرو لپاره خپلو همکاریو ته ادامه ورکړي. د بلجیم لپاره د متحد عربي اماراتو سفیر هم په یوه بیان کې ویلي دي، چې هیواد به یې له اروپایي ټولنې سره له نږدې همکاري کوي چې د افغانانو ملاتړ وکړي او افغانانې خپل بنسټیز حقوق ترلاسه کړي.








