د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي وايي، د هلمند سیند د حقابې په اړه افغانستان ته د تللي پلاوي راپور څېړي. د ریسي په وینا، له خبرو او څېړنو وروسته، د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي له یوه پلاوي سره دغه هېواد ته تللی، چې وګوري ایا د ایران د غوښتنو د پوره کولو لپاره کافي اوبه شته او که نه. تېره ورځ د ایران ولسمشر د دفتر مشر غلام حسین اسماعیلي منلې وه چې ایران به د هلمند سیند کې د خپلو اوبو له حقه تېر نه شي. د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي هم ویلي، ایراني پلاوی غواړي د بندونو له سیمې لیدنه وکړي. بلخوا د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت بیا ویلي وو چې د ایران فني- مسلکي پلاوي د ارزګان دهراوود کې د اوبو کچې تر کتلو وروسته دا تایید کړې چې سږ کال په افغانستان کې وچکالي واقعا په ټکان ورکوونکي وضعیت کې ده.








