د ایران د پارلمان پلاوي په کابل کې د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره لیدلي دي. د ارګ په ټوېټر پاڼه لیکل شوي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو پر پراختیا او د سواګرۍ او پانګونې پر ودې خبرې شوې دي. په ټوېتر همدارنګه راغلي چې سیاسي مرستیال په دې لیدنه کې له ایرانه د متقابل دروناي په فضا کې ښه ګاونډيتوب او مثبت تعامل غوښتنه کړې او زیاته کړې یې ده چې ایران او افغانستان ګډې ګټې لري او اړتیا ده چې په بېلابېلو برخو کې اړیکې پراخې شي. تر دې مخکې، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له دغه ایراني پلاوي سره په کتنه کې ویلي و چې د دواړو هېوادونو ګډو دوښمنانو ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان او ایران اړیکې خرابې کړي.








