د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال د ازبکستان د لوړو زده کړو وزارت د نړیوالو اړیکو د برخې له مرستیال محمد عزیز حکیم اوف او مل پلاوي سره په کتنه له نوموړی څخه د افغانستان په تحصیلي بنسټونو کې د ازبکي ډيپارټمنټونو د ملاتړ، د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ګډې ماسټرۍ او دوکتورا او همدارنګه د ټرانسپورټيشن اړوند د سړک او پل جوړونې تخصصي برنامو د رامنځته کولو او په دې برخو کې د همکاریو غوښتنه کړې ده. په همدې حال کې ازبکستاني پلاوي په دغه کتنه ویلي چې د افغانستان د تحصیلي او تعلیمي پرمختګ لپاره هر ډول همکاریو ته ژمن دي او په تحصیلي برخو کې به د اړتیاوو پوره کولو لپاه به هڅې وکړي. په دغه لیدنه کې دواړ لورو افغان محصلینو ته د بورسونو د ورکړې په اړه هم خبرې کړې دي.








