د فراه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د اوبو رسولو ۶ شبکو په جوړېدو سره ۲۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس محمد نسیم سرهنګ وايي، چې د دغه ولایت د پشترود ولسوالۍ په چهار ماست، چین فارسي، باغ بیرجن، کُندر، چهارده او نهردشت په کليو کې د (AHF) دفتر په مالي ملاتړ د ۲۵۷ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو ۶ شبکې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. سرچینې زیاته کړه چې د یادو شبکو په جوړېدو سره ۲۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. ورته مهال د یادې سیمې اوسېدونکي د دغو شبکو په جوړېدو خوښ دي او له دولت څخه د ورته پروژو د پلې کولو غوښتنه کوي.








