د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په نږدې راتلونکي کې به یوشمېر ترکي پانګه وال افغانستان ته راشي. د دغې خونې سرپرست محمد یونس مومند زیاتوي، ترکي پانګوال لېواله دي چې افغانستان کې د سړکونو د جوړولو، انرژۍ، صنعت او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي. نوموړی وايي، په پام کې ده چې د روان کال د سپټمبر په ۱۸مه ترکیه کې یو نندارتون هم پرانیستل شي، چې افغان سوداګر به هم پکې ګډون وکړي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خانجان الکوزی بیا وايي، د افغانستان او ترکیې تر منځ د راکړې ورکړې د ودې لپاره باید، د دواړو هېوادونو تر منځ ګډه سوداګریزه خونه جوړه شي او د هوايي دهلېزونو له لارې پروازونه پيل شی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د افغانستان او ترکیې تر منځ د راکړې ورکړې کچه ۲۸ میلیونه ډالرو ته رسېږي، چې یوازې پنځه میلیونه ډالره یې له صادراتو لاس ته راځي.








