د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په خپل تازه راپور کې لیکلي چې افغانستان له سوریې وروسته د ۶٫۵۵ مېلیونه داخلي بې ځایه شویو په لرلو سره د نړۍ په کچه دویم ځای لري. د دغه راپور پر بنسټ په افغانستان کې بېځایه شوي د طبیعي پېښو او ځینې نورو لاملونو له امله کډې کولو ته اړ شوي دي. د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په دغه راپور کې همدارنګه تر راتلونکو ۳۰ کلونو په ټوله نړۍ کې د بېځایه کېدو د احتمال د زیاتوالي په هکله هم خبرداری ورکړل شوی دی. تر دې مخکې، د کډوالۍ نړۍوال سازمان؛ یا ای او اېم، په افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو د شمېر له زیاتېدو خبر ورکړی او ویلي یې و چې دمګړۍ په دې هېواد کې د بې ځایه شویو شمېر شاوخوا ۶ مېلیونو ته رسېږي.








