د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وایي، چې د خپلو شریکانو په مرسته به د روان میلادي کال په دوهمه نیمایي کې په افغانستان کې د ژوند ژغورنې د مرستو په وړاندې کولو سره هڅه وکړي، چې د بېړنیو روغتیایي ستونزو مخه ونیسي. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې سږ کال یې په افغانستان کې ۱۴ میلیون وګړي د روغتیایي مرستو لپاره په نښه کړي دي.د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د دغو وګړو له ډلې اته میلیونه او څلور لکو ته یې د د دې کال په لومړیو شپږو میاشتو کې مرستې رسولې دي.








