د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي، د جوزجان- بلخ پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله اووه تنه مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. د بلخ د عامې روغتیا ریاست ویاند خیرالله خیرخواه وايي، دا پېښه د دغه ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې شوې ده. خيرخواه زياتوي، چې په دې پېښه کې د څلورو مېرمنو او دوه ماشومانو په ګډون اووه کسان مړه او د دوه مېرمنو په ګډون څلور نور ټپیان شوي دي، چې ټپيان په سیمه کې نږدې روغتون ته لېږدول شوي دي. د عيني شاهدانو په وينا، دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې کرولا او سراچې موټرو ټکر وکړ. د دې پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي او د موټر ډېر سرعت ښودل شوی دی.








