د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، په پاکستان کې وروستۍ پېښې د هغه هېواد کورنۍ ستونزې دي او باید په خپله یې حل کړي. نوموړي دا خبره په ارزګان کې خلکو ته کړې ده. هغه ویلي، که پاکستان ستونزې د زور له لارې هواروي د افغانستان او پاکستان ولسونو ته به زیان ورسیږي. ده همدارنګه ویلي چې سرپرست حکومت له نړیوالې ټولنې سره ډپلوماتيکې اړیکې غواړي. د سرپرست حکومت دا چارواکی نړۍ د افغانستان پر وړاندې د خپلو ژمنو پر نه عملي کېدو تورنوي. د هغه په خبره له تېرو دوو کلونو راهیسې هېڅ هېواد سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو بیا هم توانېدلی چې خپلې ستونزې هوارې کړي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې څه موده وړاندې د پاکستان لوی درستیز خیبرپښتونخوا کې د افغانستان له خلکو غوښتي وو چې د پاکستان پر وړاندې له خپل هېواده د ګواښ نه پېښدو په برخه کې له دغه هېواد سره همکاري وکړي.








