د سترې محکمې مسوولین وايي، چې په تېر یوه کال کې، ۱۴۹ زره ۲۱۹ جلده دوسیې د هېواد په درې ګونو محاکمو کې حل او فصل شوې دي. په هغې غونډه کې چې نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه؛ د سترې محکمې اداري مرستیال، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وويل چې د سترې محکمې د اړوندو ادارو له لوري د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د ۹۴۰ محاکمو تفتیش ترسره شوی او ۲۰۸ اقتضايي قضیې د تفتیش عمومي ریاست ته راجع شوې دي. د هغه په خبره، سترې محکمې په قضايي بستونو کې د مخلصو، وړ، مسلکي او پرهېزګاره کسانو د جذب په موخه له څه د پاسه ۹۰۰ کسانو چې قاضیان، مفتیان او محررین په کې شامل دي؛ د وړتیا معلومولو په موخه او د قضايي بستونو لپاره له ۶۱۴ علماء کرامو څخه په قضاء مسلک کې آزموینه اخیستې ده. د سترې محکمې اداري مرستیال، د محاکمو د چارو ارزونه او د هېواد په کچه د محاکمو قضایي کارکوونکو ته د لنډمهاله سمینارونو او روزنیزو پروګرامونو جوړول، د دغې ادارې د روان کال مهم پلانونه یاد کړل.








