د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د روان بېړني روغتیایي وضعیت پر وړاندې د همغږۍ او پیوستون غوښتنه وکړه. دې سازمان ویلي چې د سرچینو په شریکولو، د معلوماتو په ورکولو او عملي اقداماتو سره کېدای شي د افغانستان په روان روغتیایي وضعیت کې بدلون راشي. د دې سازمان اجراییوي رییس ډاکتر مایکل راین په یوه جلا تویټ کې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د مرستو پر دوام ټینګار کړی دی. هغه پرون وویل چې د افغانستان روغتیایي سیستم د بودجې له زیات کمښت سره مخ دی او دغه وضعیت به د دې سبب شي چې د دې هېواد اته میلیونه وګړي له روغتیایي خدمتونو بې برخې شي. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، په افغانستان کې ۱۴ میلیون وګړي روغتیایي خدمتونو ته اړتیا لري چې له دې ډلې اوه نیم میلیونه یې ماشومان او له درې میلیونو زیات ېې ښځې دي.








