د عامې روغتيا وزارت مسوولينو، ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې وويل چې د شفري نسخو لیکل غير اصولي کار دی او د عامې روغتيا وزارت د دغه غير اصولي کار د مخنيوي لپاره په جديت سره کار کوي. د یو شمېر ډاکټرانو له لوري د شفري نسخو لیکل له کلونو راهیسې پاتې ستونزه ده چې هېوادوال یې په اړه تل شکایت کوي، خو د عامې روغتیا وزارت وايي، له سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي. دا په داسې حال کې ده چې دا ستونزه له مخکې هم وه او هېوادوال وايي چې ځیني ډاکټران له درملتونو او لابراتوارونو سره اړیکه او شراکت لري. د عامې روغتیا وزارت چارواکو دغه راز وویل، چې د هېواد په کچه، په تېر يوه کال کې له ۳۸۹۰ خصوصي روغتيايي او عامه روغتیايي مرکزونو څخه څارنه او ارزونه شوې ده.








