په بېجېنګ کې د افغانستان سفارت ویلي چې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال د سوېلي اسیا – چین په اوم نندارتون کې په انلاین بڼه وینا کړې ده. په بېجېنګ کې د افغانستان د سفارت په ټوېټرپاڼه د سیاسي مرستیال پر حواله لیکل شوي چې، سرپرست حکومت اقتصاد محوره سیاست لري او بهرنیو پانګوالو ته د اسانتیا برابرولو ته چمتو دي. نوموړي همدارنګه زیاته کړې چې سرپرست حکومت د ګاونډیو ترمنځ پر متقابل درناوي باور لري او دا ډول نندارتونونو جوړېدل کولی شي چې د سیمې هېوادونو سره نږدې کړي. سياسي مرستيال دغه راز ویلي چې له افغانستانه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته ګواښ نشته او د افغانستان سرپرست حکومت پر ښه ګاونډیتوب، متقابل درناوي او د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې پر نه مداخلې باور لري.








