د اوبو او انرژۍ وزارت سبا او بله ورځ د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو راوتلو اټکل کړی دی. یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (کابل) په سیندیزه حوزه کې شوی دی. په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د جلال آباد، کونړ، لغمان، خوست، پکتیا او پکتیکا سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.








